په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چې نن پنجشنبه د کب په ۳۰مه په اماني لېسه کې د ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل: نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د افغان ملت د زده کوونکو او ګرانو بچیانو لپاره نوی تعلیمي کال پیلوو.
نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل: د علم او پوهې ترلاسه کولو لپاره له خپل وخت څخه غوره استفاده وکړي او د فرصتونو او وخت له ضایع کېدو ځان وساتي، ترڅو وکولای شي په راتلونکي کې د ګران ملت او ځورېدلي وطن د خدمت مصدر وګرځي.
حنفي استادانو ته هم خطاب وکړ او ويې ويل: دا زموږ لوی مسؤلیت او اسلامي مکلفیت دی، ترڅو په امانتدارۍ د افغان ملت اولادونه په اسلامي او هیوادپاله روحیه وروزو، چې هغوی وکولای شي په راتلونکې کې هیواد او خلکو ته خدمت وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه: د یو باکیفیته سیستم رامنځته کولو او د هیواد د اولادونو ښوونیزو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د پوهنې وزارت مسؤلینو او منسوبینو ته لازمه ده، ترڅو د پوهنې د کیفیت او کمیت د ښه والي لپاره لکه د تعلیمي نصاب تدوین، د لایقه استادانو ګمارل، د لابراتوارونو او نورو درسي لوازمو برابرول، د قدرمنو استادانو د ظرفیت لوړول، د سواد زده کړې اړوند مسایل، د درسونو نظارت او د دیني او عمومي درسونو د کیفیت لوړولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د حنفي په وینا، اسلامي امارت ژمن دی، چې د افغانستان ټولو سیمو ته په ځانګړې توګه لیرې پرتو سیمو کې د تعلیم او تربیې د لوړولو او پراخولو ته ژمن دی او هر هغه څه چې د اسلامي امارت په واک کې وي، د هیواد د خلکو د تعلیم لپاره کارول کیږي.
د ایرنا د راپور له مخې، اسلامي امارت اوس مهال په ٤٤ زره ښوونځیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره کارکونکي او ۱۰ میلیونه زده کوونکي لري چې د ٢٥٠ زره استادانو له خوا تدریس کیږي.
د پیغام پای/
Your Comment